|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زمونږ داستان دافغانستان د ثور دکړغيړنې غميزې سره سم شروع کيږي او لا تر اوسه دوام لري٠ د افغان ولس مظلوميت هغه وخت روڼ ښکاره شو کله چې روسي يرغلګرو ماتې ،افغاني، امريکايې او چينايي ځواکونو بری وموند! پدې دومره موده کې مو بغير د جنګ،وژنې،ورانيدل،سوځيدل٠٠٠ او داسې نورو ورته ټکيو نه ها خوا نور وا نه وريدل٠ دې نه وروسته يو بل دور راغی چې په هغه کې د فتح، اسلام، امو سيند، سپين بيرغ ٠٠٠ نه پرته هيڅ نه وو٠ پداسې حالاتو کې مونږ د يوه بل زبر ځواک د مقابلې سره مخ شو او بيا هماغه ورځينی محاورې او کارونه چې تر اوسه را روان وو٠ نه پوهيږم تر څو به همداسې روان يو او تر څو به يو پر بل پسې د نويو زبر ځواکونو سره مخ کيږو؟ تر څو به زمونږ شاګردان مونږ ته د بې علمی او جهالت پيغورونه راکوي؟ تر څو به زمونږ غيرتي او با عفته ميندې خوندې د ژوندي پاتې کيدو په تمه د سره لمر لاندې په چوکونو او بازارونو کې دیوې نمړۍ سوالونه کوي؟ تر څو به مو ناکامه هيودادونو په سر کې راولي؟ ماته خو داحمد شاه بابا د هغه سپاهيانو وينې سترګو ته دريږي چې دهندي مسلمانانو د ازادی لپاره په پيښور،پاني پت، او ډهلی کې شهيدان شوي٠ ماته خو دروسانو د يرغل سلګونه او زرګونه شهيدان ښکاري چې د غم او غسې نه غاښونه چيچي چې ای خلکو : زمونږ وينې مو څه کړې؟ زمونږ د کونډو، رنډو، او يتيمانو سره مو څه وکړل؟ دا ټول درسره تر سترګو لاندې ونيسۍ او په ډير احتياط او زغم قدمونه اوچتوی،خداي دې نکړي هسې نه دا غميزې بيا تکرار شي او دا دغم ناسور نور زيانمن شي٠ پدې هيله چې افغانستان يو ځل بيا د اسيا د دبستان استاذ شي او د بې ادبه شاګردانو غوږونه بيا تاو کړي او داسې سبق ور وښيي چې تر پيړيو يې له ياده ونه باسي٠
This map requires Flash Player 8 or higher.
Click here to get the latest Flash Player.
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||